د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلینو تمثیلي محکمه وړاندي کړل

انځورونو

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلینو تمثیلي محکمه وړاندي کړل

نن د پنجشنبې ورځ د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتي ۱۵ نېټه د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي پوهنځۍ محصلینو تمثیلي محکمه وړاندي کړل.
په دې پروګرام کي د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنیار عبدالمنان سلطاني ددې پروګرام ټولو ګډون کوونکو ته وویل چي موږ تل د خپلو محصلینو لپاره د تدریسي بهیر تر څنګ عملي زده کړي هم ورکوو، نوموړي دا کار ډېر مهم یاد او ټېنګار یې وکړ، چي په راتلوونکي هم دا ډول پروګرامونه جوړ کړو، همدارنګه یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د لا نورو عملي کارونو په تر سره کولو سره خپلي علمي سویې لوړي کړي.
وروسته تمثیلي محکمه پیل سوه او د غونډي ناستو ګډونوالو ته یې خپلي وړتیاوي وښوودلې.
په وروستیو کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس نیاز محمد احساس دد نننۍ تمثيلي محکمې پر ټولو اړخونو بحث وکړ او ددې پروګرام په ښه والي یې خوښي وښودل او ددې سره ترڅنګ یې ځيني سپارښتني یې هم وکړې چي باید په ددې ډول پروګرامونو په ترسره کولو کي په نظر کي ونیول سي.او ددې تمثیلي محکمې ګډونوالو ته یې د نورو بریالیتوبونو هیله وکړه.

د نشراتو مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *