د انجينرۍ پوهنځي محصلينو ته د تحقيق پېژندنې سمينار وړاندې شو

د انجينرۍ پوهنځي محصلينو ته د تحقيق پېژندنې سمينار وړاندې شو
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د انجينرۍ پوهنځي محصلينو ته د استاد بصيرالحق عادل لخوا د تحقيق پېژندنې په اړه سمينار وړاندې شو.
په دې سمينار کې د تحقيق پېژندنه، د تحقيق ډولونه، ساحوي، کتابتوني او لابراتواري تحقيق باندې محصلينو ته مفصل مالومات وړاندې شول.
دغه راز استاد عادل وويل:
«په تحقيق کې د غږ ثبتول او مشاهده تر ټولو مهمه ده چې بايد ترسره شي، کله چې د يو مهم تحقيق لپاره محقق ساحې ته ځي، بايد سيمه کې د هغو کسانو اوازونه ثبت کړي چې مرکه ورسره کېږي.»
تر دې مخکې هم د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې يو شمېر نورو محصلينو ته هم د تحقيق په اړه لنډ مهاله کورسونه او سمينارونه جوړ شوي دي.

د نشراتو مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *