د کانکور لپاره پر چمتووالي خبرې وشوې


د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ازموينې کمېټې داسې مهال د پسرلني کانکور لپاره پر چمتووالي خبرې وکړې چې د مؤسسې رئيس او علمي مرستيال هم حاضر وو.
د ازموينې کمېټې مشر استاد احمدشاه پاڅون وويل، دوی د کانکور لپاره د علمي مرستيال په مشرۍ يوه کمېټه جوړه کړې ده چې د کانکور اړوند ټولې چارې څاري.
نوموړي وويل، د ښوونې روزنې پوهنځي د ټولو څانګو لپاره اختصاصي او د عمومي کانکور لپاره عمومي سوالونه به ډېر ژر جوړ او نهايي شي.
دغه راز نوموړي وويل، د کانکور ازموينې لپاره ټولې چارې د لوړو زده کړو وزارت د پاليسۍ او د ازموينې د ملي ادارې د نوي طرزالعمل سره سمې مخته وړي.

درنښت
د نشراتو مديريت