د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي شورا غونډه وکړه

نن د دوشنبې ورځ د ۱۳۹۸ کال د حوت مياشتي ۱۹ نېټه د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځۍ خپله علمي شورا غونډه وکړه، چي په دې غونډه کي ددې پوهنځی رئيس، د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې علمي معاون، امرينو او استادانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه د تل په څېر پر همغږۍ، عملياتي پلانونو،د تدريس پر ښه کولو،د پوهنځۍ پر کمېټو نظارت،کورس پاليسي ښه کولو،پر څېړنيزو سمينارونو او ډېرو مهمو موضوګانو بحث او خبري وسوې.
په پيل کي ددې پوهنځی رئيس له ټولو مننه وکړه او يادونه يې وکړه، چي تل دڅانګي امرينو او استادانو ښه همغږي لرې د، نو ځکه يې کارونه ښه روان دي.
همدارنګه علمي معاون د ښوونې او روزنې پوهنځی کارونه وستايل او د لا نورو ښه او معياري کولو لپاره يې پر همکارۍ ټينګار وکړ.
ددې سره تر څنګ ټولو استادانو هم خبري وکړې او د تدريس معياري کېدلو لپاره يې ژمني وکړې.
درنښت
د نشراتو مديريت